افغانستان
پي ټي ایم: په جرمني کې پر افغانستان د وروستیو بریدونو غبرګون کې لاریون وکړ

د پي ټي ایم غړو او ګڼ شمېر افغانانو د جرمني هېواد په هامبورګ ښار کې د پاکستاني یرغلګر پوځ په خلاف لاریون وکړ او د دې پوځ له لورې د ملکي افغانانو په نښه کول یې جنګي جنایت یاد کړ. دوي د بشري حقونو په نړیوالو ادارو غږ وکړ، چې نور د ې د پاکستاني پوځ د ظلمونو او د ملکي افغانانو په نښه کولو په اړه غلي نه پاتې کیږي او د دې جنایتونو حساب دې ترې وغواړي. پاکستانی پوځ په افغانستان کې د عامو افغانانو د استوګڼې کورونه، روغتونونه او ښوونځي په نښه کوي، چې ګڼ شمېر ملکي افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. یوناما هم په خپل وروستي راپور کې د پاکستان پوځ دغه کار غندلی او ترې یې د ملکیانو پر وړاندې د روان جنایت د ژر درېدو غوښتنه کړې ده.



