منظور پشتین: پي ټي ایم به د نړۍ هر ګوټ ته د دې مظلومې وینې غږ ورسوي

د پاکستاني پوځي رژیم د تېرې شپې وحشت په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وایی؛ په اویشتمه د رمضان ترهګر پنجابي استعمار (پاکستان) د کابل په یو روغتون ترهګریز هوايي بمبار وکړ، چې پکې په سلګونه بېګناه زیرِ علاج ملکي وګړي په شهادت ورسېدل او ګڼ شمېر نور ټپیان شول. موږ د دې دردونکې پېښې پر ضد د خپل افغان ولس ترڅنګ ولاړ یو. پي ټي ایم به د نړۍ هر ګوټ ته د دې مظلومې وینې غږ رسولو لپاره خپله طرحه جوړه وي. د پاکستان څه علماوو په هر دور کې د کابل د ورانولو فتوې ورکړې دي، نور دې لږ تر لږه د دې بېګناه وګړو او په روغتون کې د پرتو مریضانو له ټوټه ټوټه بېګناه جسدونو څخه حیا وکړي. په لر او بر کې د استعماري قوتونو او پروژو ظلمونه ورځ تر بلې زیاتیږي، په داسې وخت کې په لوی زړه سره د مِلي مشورې او مِلي قیام انتظام به د ملت قوت یو کړي چې ملت ته به یې ډیره ګټه او دښمن ته به یې ډیر زیان وي.



