افغانستان
کابل: امیر خان متقي د افغانستان د سفیرانو او قونسلګریو مسوولینو سره انلاین ناسته کړې

پدې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان سفیرانو او د قونسلګریو مسوولینو ته د معتادینو پر روغتون د شوي برید معلومات ورکړل، چې پکې له ۵۰۰ پورته بې ګناه ملکي وګړي وژـ ل شوي او له ټولو یې غوښتنه وکړه، چې د دې ملکي افغانانو غږ نړیوالو ادارو او کوربه هېوادونو چارواکو، د بشر حقونو او نړیوالو ادارو ته ورسوي.



