افغانستان

کابل: د معتادینو پر روغتون د پاکستان یرغلګر پوځ برید په نړیواله کچه وغندل شوو

د ملګرو ملتونو سازمان، نړیوالو ټولنو،  بشر حقونو نړیوالو ادارو، د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو او مطرحو سیاستوالو په کابل کې د معتادینو په روغتون د پاکستان یرغلګر پوځ برید چې له ۵۰۰ پورته ملکي افغانان پکې وه وژـ ل شول په سختو ټکو غندلی او د پاکستاني پوځ دغه کار نه بښونکی جنایت یاد کړی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د دې جنایت د هراړخیزي څیړنې بېړنۍ او عاملینو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل ندی، چې پاکستانی یرغلګر پوځ بې ګناه ملکي افغانان په نښه کوي، بلکې له دې وړاندې یې هم د ملکي افغانانو د اوسېدو کورونه، ښوونځي، روغتونونه او ښارونه بمبار کړي، چې له امله یې په ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. اوس د پاکستان پدې جنایتونو نړۍ خبرې کوي هم په کور دننه او هم په نړیواله کچه یاد پوځ د لویې رسوایې سره مخ دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button