افغانستان
افغانستان: د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کوچني اختر لمونځ په خیر خیریت ترسره شو

نن په افغانستان کې د کوچمي اختر ورځ ده، چې په ټول هېواد کې پرته له کومې پېښې د اختر لمونځ ترسره شو او په هېواد کې د امن او سوکالۍ لپاره دعاوې وشوې. په لوی اکثریت جوماتونو کې د پاکستان له لورې پر افغانستان یرغل او د معتادینو پر روغتون او ملکي ځایونو د پاکستان بریدونه په کلکه وغندل شول. عامو خلکو او دیني عالمانو د پاکستان پر وړاندې ټولو افغانانو باندې د یوالي غږ کړی او د پاکستان په مقابل کې یې له خپل خاورې دفاع اسلامي او افغاني فریضه یاده کړې.



