سمه ییز خبرونه

شعیه دیني عالمان: عاصم منیر به موږ له پاکستانه اسرایلو ته وشړو

په ګلګت بلتستان کې راټولو شویو شعیه دیني عالمانو او د دغې سیمي خلک د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د هغه څرګندونو خلاف راوتلي، چې شعیه مذهبي مشرانو ته یې ویلي، که تاسو د ایران سره ډېره مینه لرئ؛ نو ایران ته لاړ شئ. دوي وایي، عاصم منیر موږ ایران ته نشي لیږلی؛ خو د اسرایلو سره د میني کولو په خاطر به موږ عاصم منیر اسرایلو ته وشړو. دوي ګواښ کوي، که د پوځ مشر د اسرایلو ترڅنګ همداسې پاتې شي، دوي به په مستقیم ډول د ایران په ملاتړ کې او د پوځ خلاف ودریږي. دوي په ورته وخت کې وایي، چې د پوځ مشر د شعیه مسلمانانو سره توپيري چلند کوي او دا دوي ته د منلو وړ ندی. د یادونې وړ ده، چې د پوځ مشر شعیه مسلمانانو ته ایران ته د شړلو، بلوڅانو ته ایران او افغانستان ته د شړلو او پښتنو ته هم افغانستان ته د شړلو ویلي دي، چې په کور دننه او بهر یې توند غبرګونونه راپارولي او د دې هېواد د پوځ لږ پاتې باور یې هم په خلکو کې ختم کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button