افغانستان

افغانستان:  له پینځه کالو وروسته لا هم د افغان انجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلي

پر کابل د طاـ لبانو د حاکمېدو وروسته دا دی بل ښوونیز کال هم پیل شوو؛ خو لا هم د افغان انجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلي پاتې دي. طاـ لبانو پدې بهانه چې ښوونیز سیستم اصلاح کوي او بیا به انجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي؛ خو دوي تراوسه په پینځو کلونو کې ونشو کړای، چې د دوي په خوښه ښوونیز سیستم جوړ او انجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي. شنونکي وایي، دا بهانه ده او په خپله تېره ټوله دوره کې یې د انجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلې وساتلې. دوي وایي، پدې ډول سره طاـ لبان غواړي، چې افغاني ټولنه او په ځانګړي ډول ښځینه په تیارو کې وساتي. دیني عالمان هم دا کار غندي او وایي، اسلام هیڅکله د انجونو د زده کړو مخالف ندی.خپره شوې ویډیو د طاـ لبانو له خوا په لومړۍ ورځ د انجونو د ښوونځیو د تړل کېدو د وخت ده، چې همغه وخت هم افغان انجوني په سرو سترګو له ښوونځیو وشړل شوې او لا هم اجازه نه ورکول کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button