سمه ییز خبرونه
شنونکي: پاکستان د سیاسي کشمکشونو او تاوتریخوالي له امله د سقوط سره مخ دی

پاکستان د سیاسي کشمکشونو له وجې د تاوتریخوالي او نظام ړنګېدو خواته روان دی.
د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیرې مریم نواز د یوې غونډې پرمهال د عمران خان د وینا هغه ویډیو ښکاره کړه، چې ویلي یې و، نواز شریف ته په زندان کې په ژمي کې د دوه اې سي د چالانولو امر کړی و، چې په خبره یې هدف یې د نواز شریف په تکلیف کول وه. شنونکي وایي، په پاکستان کې سیاسي کشمکشونه خپل وروستي حد ته رسېدلي او ښکاري، چې د تاوتریخوالي په رامنځته کېدو سره به هلته نظام ړنګ شي.



