افغانستان
ډاکټر سید عالم مسود: د پاکستان پوځ ظالم او غاصب دی

د مستعمرې پښتونخوا نامتو کارپوه، فعال او ملتپال ډاکټر سید عالم مسود پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم برید غندلی او وایي، د افغانستان په ملاتړ ولاړ دی. نوموړی زیاتوي، پاکستانی پوځ ظالم او غاصب پوځ دی او هیڅکله به هم د افغانستان پر وړاندې د پاکستاني پوځ ملاتړ ونکړي.



