افغانستان
مختار خان یوسفزی: پر افغانستان د پاکستان برید جنایت او د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مرستیال مشر مختار یوسفزي پر افغانستان د پاکستان برید ته په غبرګون کې ویلي، چې د پنجاـب استعماري پوځ له لورې برید د خپلو ناپاکه موخو د تحمیل د لړۍ دوام دی. نوموړي ویلي، د بې ګناه افغانانو په نښه کول جتګي جنایت او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. یوسفزي زیاته کړې، نړیوال دې د پاکستاني حکومت او پوځ پدې سرغړونو او جنایتونو غلي نه پاتې کیږي او حساب دې ترې وغواړي. نوموړي ویلي، د افغانستان سره ولاړ دي او دغه ډول بریدونه به تل وغندي او پر وړاندې به یې ودریږي.



