سمه ییز خبرونه
محسن نقوي: د بلوڅ بېلتون غوښتونکو تر شاه د هند لاس دی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي، بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو تر شا د هند لاس دی او پاکستان د هند د لاسوهنو په اړه نړیوالو ته هم بشپړ معلومات ورکوي چې هند بلوچستان کې څه ډول تر/هګریز فعالیتونه ترسره کوي. نقوي خبرداری ورکړ، که د هند لخوا کېدونکي تر/هګري کنټرول نه شي، نو پایلې به یې یوازې د پاکستان لپاره نه، بلکې په نړیواله کچه اغېزې ولري. یاده دې وي چې د هند او پاکستان ترمنځ د امنیتي مسایلو او په ځانګړي ډول د بلوچستان وضعیت په اړه وخت ناوخت تورونه او لفظي ناندرۍ رامنځته کېږي



