سمه ییز خبرونه

اسماعیل بقایي: ملګري ملتونه دې حقایق هغسې بیان کړي څنګه چې دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه خبرونو ته، چې پکې له ایران څخه د جنګ د درېدو غوښتنه شوې، په غبرګون کې لیکلي، ’’هغه څه چې روان دي جګړه نه ده؛ دا د ایران په وړاندې د دوو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو له خوا پیل شوی بې دلیله یرغل دی.’’ نوموړي زیاته کړې، ’’موږ د جدي ډیپلوماټیکو خبرو اترو په مینځ کې وو، چې متحده ایالاتو او اسراییل په نهو میاشتو کې د دویم ځل لپاره په ایران برید وکړ.’’ بقایي ویلي، تاسو د نړیوال اقتصاد لپاره جدي ګواښ په اړه اندېښمن یاست، د ښوونځي ۱۷۵ ماشومو زده کونکو په ګډون د بې ګناه ملکي ایراني وګړو په اړه څه، چې د امریکا او اسرایلو په بریدونو کې وژـ ل شوي غلي یاست.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button