افغانستان
طاـ لبان: افغانانو په یوالي او او قربانیو سره د نړۍ ستر قدرتونه مات کړي ديطاـ لبان:

د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ایستلو ۳۷ مې کلیزې په مناسبت د طاـ لبانو د ویاند مرستیال حمد الله فطرت په خپله ایکس پاڼه په یوه خبره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ا.ا د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې ورځې ( د دلوې ۲۶مه) په مناسبت چې د هیواد په تاریخ کې یی ویاړمنه او د شکر ورځ بولي، خپلو مسلمانو ورونو ته مبارکي وايي. اعلامیه کې وړاندې راغلي، افغانانو په یوالي او قربانیو سره د شوروي اتحاد په څیر ستر قدرتونه مات کړي دي او په تېرو سلو کلونو کې درې ځله افغانستان کې درې ستر قدرتونه مات شول. اعلامیه کې راغلي، له دې وروسته به هم هره هغه څوک چې د افغانستان د نیولو فکر لري او یا د افغانانو د ارزښتونو د لمنځه وړلو په فکر کې پر وړاندې به یې کلک ودریږي.



