نړیوال خبرونه
مارک کارني: امریکا او اسرایلو له متحدینو سره له مشورې پرته پر ایران برید کړی

د کانډا لومړي وزیر مارک کارني د امریکا پر متحده ایالاتو او اسرایل نیوکه کړې، چې د ایران پر ضد جګړه کې نه هم له ملګري ملتونه اعتماد کې اخیستل شوي او نه هم د کاناډا په شمول د امریکا متحدینو سره سلا مشوره شوې او نه هم نظر اخیستل شوی. نوموړي همدا راز ایران لخوا منځني ختیځ کې ړندو بر-یدونو هم غندنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې ایران باید جګړې د اصولو په پام کې نیولو سره ملکي ودانۍ او ملکي وګړي د هدف ګرځولو ډډه وکړي. کارني په ټولو خواو غږ کړی، چې ستونزې باید د نړیوال قانون په چوکاټ کې حل کړي او له تاوتریخوالي ډډه وکړي.


