نړیوال خبرونه
د ایران کړکیچ: د امریکا، اسرایلو او ایران ترمنځ شخړې د نړۍ پر ټرانسپورټ او د انرژۍ پر بازارونو اغېز کړی دی

د نړیوال هوايي چلند د راپورونو له مخې، د امنیتي اندېښنو او د منځني ختیځ ځینو هوايي حریمونو د تړل کېدو له امله تر اوسه شاوخوا ۳۷ زره تر ۴۰ زره پروازونه لغوه شوي دي. دغه بحران د نړۍ د تیلو پر لېږد هم اغېز کړی. د راپورونو له مخې د نړۍ د تیلو نږدې ۲۰ سلنه انتقال، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي له لارې، له ستونزو سره مخ شوی دی. همدارنګه امریکا اعلان کړی، چې تر اوسه یې د جګړې او امنیتي عملیاتو لپاره شاوخوا ۲۰ مېلیارده ډالر لګولي دي. د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره د نړیوالو بازارونو اندېښنې هم زیاتې شوې او د خامو تیلو بیه له ۱۰۰ ډالرو څخه لوړه شوې ده


