افغانستان
عمر زاخیلوال: پر افغانستان د پاکستان بریدونه د ملي حاکمیت، نافذو نړیوالو قوانینو او ګاونډیتوب د اصولو بربنډ نقض دی

د جمهوري دولت د مالیې پخواني وزیر ډاکټر عمز زاخیلوال په خپله ایکس پاڼه پر افغان خاوره د پاکستاني پوځي رژیم بریدونو ته غبرګون ښودلی دی. نوموړي لیکلي، د ننګرهار خوګاڼیو، غني خیلو، بهسودو او د پکتیکا د ارګون او برمل پر ولسوالیو د پاکستان له لورې هوایي بریدونه چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمیر عام ولسي وګړي شهیـ دان او ټپیان شوي که په هر دلیل وي د افغانستان د ملي حاکمیت، نافذو نړیوالو قوانینو او ګاونډیتوب د اصولو بربنډ نقض او په کلکه د غندنې وړ دي. زاخیلوال وړاندې زیاته کړې، داسې بریدونه نه یواځې دا چې د شته ناامنیو او امنیتي ګواښونو پر کمښت اغیز نشي لرلای؛ بلکې برعکس د دوه اړخیزه بې باورۍ فضا لا نوره هم ترینګلې او تاوتریخوالی ډېرولی شي.



