نړیوال خبرونه

مارکو روبیو: امریکا د اروپا او خپلې راتلونکي په اړه ژوره پاملرنه لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د مونیخ امنیتي کنفرانس کې ویلي، امریکا د اروپا او خپلې راتلونکې لپاره فکر کوي او په خبره یې که کله کله به زموږ نظرونه سره توپیر ولري، دغه توپیرونه د دې عمیقې اندېښنې څخه سرچینه اخلي، چې موږ یې د اروپا په وړاندې لرو.روبیو زیاته کړې اروپا سره امریکا نه یوازې په اقتصادي او نظامي لحاظ؛ بلکې په معنوي او کلتوري لحاظ هم تړاو لري.روبیو همدار راز زیاته کړې، موږ غواړو اروپا قوي وي، باور لرو چې اروپا باید پیاوړې پاتې شي، ځکه چې د تیرې پېړۍ دوه سترې جګړې تل د دې حقیقت تاریخي یادونه کوي.نوموړې دا هم وویل، د امریکا برخلیک د اروپا برخلیک سره تړلی دی او تل به همداسې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button