افغانستان
امرالله صالح: د ناټو د ځینو غړو په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې رښتیا دي


د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح په خپله ایکس پاڼه لیکلي، د ناټو د ځینو هېوادونو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ روستۍ څرګندونې رښتیا دي.صالح ویلي، د ناټو ځینو هېوادونو په افغانستان کې د ستونزو د مخنیوي لپاره طاـ لبانو ته رشوت ورکولو او هغوي یې په یو ډول نه یو ډول تغذیه کول.نوموړي لیکلي، هغه وخت چې زه د ملي امنیت رییس وم، په څو عملیاتو کې مې د داسې کړنو مخه ونیوله.صالح د مثال په ډول ویلي، په ۲۰۰۵ کال کې برتانیا د ملګرو ملتونو د څلورو کارکونکو د خوشې کولو لپاره د اکبر اغا په ګمارنې سره دوه مېلیونه ډالر ورکړل.



