پاکستان: په اسلام اباد کې د تېرې ورځې برید مسوولیت دا-عش ډلې منلی

تېره ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د شعیه مسلمانانو په مسجد کې د جمعې د لمانځه پر وخت ځانمرـ کی برید ترسره شوو، چې له امله یې ۷۰ تنه ووژـ ل شول او له ۱۷۰ زیات پکې مرګوني ټپیان شول. تازه داـ عش ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی؛ خو شنونکي پدې باور دي، چې دا برید د پاکستان استخباراتي ادارو د دوه موخو لپاره کړی، چې په خبره یې یو غزې ته د پاکستاني پوځ د لیږلو سره د شعیه مذهبي مشرانو کلک مخالفت دی، چې پدې ډول به د پاکستان پوځ او استخبارات هغوي وه ویروي، چې پر وړاندې یې خنډ نشي او له موخه یې دا ده، چې نړۍ ته پاکستان د ترورـ یز قرباني وښایي او پدې ډول نړیوالې مرستې ترلاسه کړي. پاکستان د دې برید پړه په افغانستان کې پر واکمنو طاـ لبانو اچولې؛ خو طاـ لبانو یې په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان حکومتي او امنیتي مشران هرکله د پېښو د څېړلو او د امنیت د ټېنګولو پر ځای بې ځایه او دروغجنې نیوکې کوي.طاـ لبانو دا برید غندلی او ویلي یې دي، د پاکستاني چارواکو کړې دعوې دروغ دي.



