نړیوال خبرونه
کیم جونګ اون: که امریکا له تقابلي سیاست واوړي ملګرتیا یې کوم

د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ویلي، که په اوسنیو شرایطو کې امریکا د دوي پر وړاندې خپلې د مقابلې پالیسۍ بدلې کړي؛ نو شمالي کوریا به یې ملګرتیا وکړي.
نوموړي ویلي، پدې صورت کې بیا هیڅ دلیل نشته، چې ولې له امریکا سره ښه چلند ونکړي. د یادونې وړ ده، چې شمالي کوریا د جنوبي کوریا د ملاتړ له امله د امریکا سره جوړه نده او هم امریکا نه غواړي، چې شمالي کوریا دې په یو قدرت بدل شي. ویل کیږي، چې د روانې میاشتۍ په وروستیو کې به کیم جونګ اون او ډونالډ ټرمپ په شمالي کوریا کې سره وګوري.


